عمران خیل
غازي صاحب خان تره کی زموږ د هېواد یو له لویو ، میړنیو و او تکړه غازیانونه و ، چې د افغان -انګریز ددویمې جگړې پر مهال د کندهار او زابل د جبهې دملي مبارزینو مشر و. غازي صاحب خان دمیر احمد خان زوی او دمیر باش خان بدین خیل تره کی لمسی و چې دغزني دمقرپه آب بند کې زیږیدلی و. دی دافغا نستان د واکمن امیر شیرعلی خان معا صر و.دده ترمشرۍ لاندې اندړ، هوتک ، تره کي او علي خیل پښتانه ملګری ول چې ده ته یې مشري ورپه غاړه وه . په دغه جبهه کې له ده سره د ده ورونه شیرجان او بازمحمد او بل ننګیالی ملګری یې پیر محمد خان تره کی دسخي مر تضی خان زوی و.دده پوځ یو پنځه زره کسیز پوځ و چې په مېړانې او سرښندنې سره به دانګریزانو پر وړاندې جنگېده . کله چي غازي صاحب خان اوغازي پیر محمد خان له خپل پنځه زره کسیز پوځ سره د کندهار پر لور وخوځید .. د لړم ( عقرب ) د میاشتي په لومړیو کي شاه جوئ ته په وررسیدلوسره هلته له کندهار نه انگریزي پوځونه د خپل لوي قوماندان جنرال(رابرټس) په امر د جنرال (ستوارټ ) تر لا رښودنې لاندي د کابل پر لور روان و و چې په کابل کې د پرتو انگریزي ځواکونو مرستي ته ځانونه ورسوي اوهلته دهغو افغاني ملي مبار زینو پرخلاف وجنگیږي چي پر کابل يې بریدونه کول څو دهغوملي مبا رزینو فشارپر کابل کم کړي، خو له نېکه مرغه دپیرنګیانو دا ارمان پوره نه شو . غازي صا حب خان په شاه جوی کې د خپلو( پنځوزرو) ملگرو سره یوځاي دانگریز مقابلې ته ملا وتړله . دلته د غازي صاحب خان تر مشرۍ لاندي افغانانو دانگریزانو لاره بنده کړه او پر انگریزانو يې بریدونه پیل کړل ، دري ورځي سختي جگړي دوام وکړ ، خو انگریز ي منظمو پو ځونو چي عصري توپونه او ټوپک يې لرل د زیاتو تلفاتو په زغمولو سره مړي پرځاي پر یښود ل او بیرته د کندهار پر لور وتښتیدل. په خواشینۍ سره باید باید ووایو چي دوسلو او پوځي مهماتو او پوخي کسانو په دې نا انډوله جګړه کې د ( غازي صاحب خان او غازي پیر محمد خان) په ګډون دوه سوه افغانان شهیدان شول. باید زیاته کړو چې غازي صا حب خان یوه اسپه درلودله چې رابیا نومیدله چې دی به دجګړې ډګر ته پر دغه آس راته . همداراز دغازي صاحب خان توره اوس هم دکابل په میوزیم کې شته. اروا دې یې ښاده وي !
دهغه وخت شاعرانو اوسندرغاړو دده دملي کارنامو په اړوند ځیني اشعار هم ویلي دي چې دلته یې یو بیت رانقلوم :
سرې جامې یې رنګ کړې برابر غزا له ځي صاحب خان
ګل دی دریدي صاحب خان
Comments
Post a Comment