د افغان انګلیس(برټش) لومړی جنګ !!
د افغان انګلیس(برټش) لومړی جنګ !!
تصویر کې د انګلیس هغه وروستی عسکر ګورئ چې په ټپي ځان د جلال اباد او کابل ترمنځ د لارې په جنګ کې ژوندی په تیخته بریالی شوی وو
کال 1839 کې کله چې انګلیس د هلمند په جنګ کې ماته وخوړله مګر انګلیس او داخلي غلام شاه شجاع کابل کې کامیاب او کابل یې تر خپل واک لاندې راوست
「وزیر محمد اکبر خان بارکزائی」 افغان سربازان او د پشتنو غلجایي قبیله د انګلیس په مقابل کې را پورته کړه د درې کلنو مقاومت روسته انګلیس اخیر مجبور شو چې د وزیر محمد اکبر خان سره د مذاکراتو روسته کابل پریـږدي کال 1842 کله چې انګلیس وتلو د کابل څخه د هند په لور نو وزیر محمد اکبر خان د قمندې لاندې دیرش (30) زره د پشتـنو د غلجایي قبیلې مسلح عسکرو سره د خیبر درې په مسیر یا لاره کې انګلیس فوج تر حملې (کمین) لاندې ونیو
افغان لښکرو سره تر دوه سوو پورې یو ډزي ټوپکې وې نور ټول فوج سره د تورې نه نور څه نه ول چې په نتیجه کې څلور نیم زره (4500) د انګلیس او هند کمپایني عسکر او د دولس زرو (12000) د فامیل غړو (خدمې) سره چې ټول مجموعاً شپاړسم نیم زره(16500) لښکر کیږي ټول قتل عام او ووژل !
یواځینـی یو فوجي چې لاندې تصویر کې خکاري په ټپي او ګوډ مات حالت سره د برتانیا تر کنټرول لاندې سیمې (ساحې) ته ځان رسولی وو .
Comments
Post a Comment