German-Turkish-Indian mission to Afghanistan- 1916
د جرمني، ترکيی او هندوستان هيئت افغانستان کي؛ ۱۹۱۶:
د بريتانيا د امپراطوری پر ضد يو ګډ هيئت د جرمني، ترکيی او د هندوستان د آزادي غوښتونکو په شمول کابل ته راغلی، د هيئت هدف داؤد چه امير حبيب الله خان وهڅوي چه د بريتانيي په خلاف دجرمني، ترکيی ملګرتيا وکړي او په لومړی نړيواله جګړه کي ورګډ شي. د نوموړی هيئت ښه ميلمه پالنه کيدله او سردار نصرالله خان رول په دي ميلمه پالنه کي ډير بارزؤ. نوموړي هيئت د المان دقيصر او دترکيی څخه دانور پاشا ليکونه دامير په عنوان راوړي وه . امير حبيب الله خان وهيئت ته نه دهو اونه ديا جواب ورکاوه ځکه چه امير دانګريز انو ترفشار لاندي ؤ، لومړی نړيواله جګړه شروع سوي وه، سردارنصرالله خان، شهزاده امان الله خان اوعنايت الله خان په دي نظر وه چه دافغانستان لپاره داښه موقع ده چه دانګريز په وړاندي ودريږي او خپلواکي واخلي. بالاخره امير په لومړی نړيواله جګړه کي دافغانستان بي طرفي اعلان کړه.
د ازاد هندوستان جلاوطنه حکومت په کابل کي:
دهندوستان دآزادي غوښتونکو جلاوطنه حکومت په کال ۱۹۱۵ د دسمبر په لومړی نيټه په کابل کي اعلان سو ، راجامهندر پرتاپ سنګ دحکومت ريس ،مولوي برکت الله (چه مکمل نوم یی عبدالحفيظ محمد برکت الله دی ) دصدراعظم په حيث، مولوي عبيدالله سندهي د وزير داخله په حيث .
دبابرباغ د دوی لپاره وقف سو، مهندرا پرتاپ دخپل جلا وطنه حکومت اهداف په سراج الاخبار کي نشر کړه. نوموړی جلاوطنه حکومت دامير حبيب الله خان دوژل کيدو سره په کال ۱۹۱۹ کي ختم سو.
#German-#Turkish-#Indian mission to Afghanistan- 1916
From left to right :
Kasim Beg, V Hentig, Mahendra Partap , Niedermayer and Barakatullaah. Standing :
Rohr, Wagner, Voigt.
Comments
Post a Comment