لوی امپراتور احمد شاه ابدالي بابا څوک وو؟ احمد شاه ابدالي بابا څوک وه؟ احمد شاه بابا د زمان خان زوی د دولت خان لمسی او د سرمست خان کړوسی په خټه ابدالي سدوزی د افغانستان نومیالی پاچا او د منځنۍ اسیا نامتو شهنشاه اوبریالی امپراتور و، چې په ۱۷۲۳م په هرات کې زېږېدلي دی. مشر ورور يې ذوالفقار خان چې د پلار له مرګه وروسته د هرات د حاکم په حيث دنده اجراء کوله، مور يې چې زرغونه نومېدله. په خټه الکوزۍ يوه پوهه او باتدبیره مېرمن وه چې هم يې له کوچنيوالي څخه د احمدشاه بابا روزنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه درلوده او هم يې وروسته کله چې احمدشاه اړه د هېواد د مشر او واکمن په توګه وټاکل شو. په ډېرو سلطنتي چارو کې يې هغه ته غوره مشورې ورکولې او مرسته به يې ورسره کوله، څه موده وروسته دغه دواړه ورونه د شاه حسين له خوا ونيول شول، کله چې نادرافشار د هند تر فتحې وروسته خراسان ته راوګرځېد، د نورو مشرانو په ډله کې احمد شاه بابا هم له مازنداران نه د نادرشاه ښه راغلاست ته راغی، څنګه چې نادرشاه د هند او بخارا او خوارزم په جګړو کې د پښتنو مېړانه لیدلې وه. د نادر افشار په واسطه را خلاص شول او په ۱۷۳۸م ...
Comments
Post a Comment